د افلاطون په زريعه د مغرب په فلسفه يو بې حده ژور او ځانګړې اثر کولو واله فلسفي سقراط په يونان کښې د يو سنګ تراش او بت تراش سوفرد نيکسس او د يوې دايي پهيناريټ په کور کښې په 469 قبل مسيح کښی زيږيدلې وو. سقراط په شروع کښې د ادب ، موسيقۍ او جمناسټک باقاعده تعليم حاصل کړو. وروستو د سوفسطايي د علم بديع او معاني يعني د مدلل بحث مباحثې (Rhetoric) څخه اشنا شو د يونان د لوې فلسفيانو فکرونه يې ولوستل او د يونان په عام ثقافت يې نظر خپور شو او زړه يې پکښې خخ شو.
په اول کښې سقراط د خپل پلار کسب ته لاس واچوو او د يو روايت تر مخه يې د درې کريسز ديويانو مجسمه جوړه کړه چې د دويمې صدۍ عيسوۍ پورې د ايکروپولس په ایستاده باندې ايښودلې شوې وو.
سقراط د سپارټا سره د پيلو پونشيائي د جنګ په وخت په پيدل فوځ کښې شامل وو د دې نهعلاوه د پوټيډيا (432-430 ق م) ، ډيليم (424ق م) او د ايمپو پولس (422 ق م) په جنګونو کښې يې د غير معمولي بهادرۍ مظاهره کړې وه.
سقراط د ليکلو نه زيات وييز يا د خولې بحث مباحثې مهم ګنړلې دي او همدا وجه ده چې د سقراط هيڅ قسمه ليک يا کتاب موجود نه دې او د خپل ژوند زيات وخت يې د ايتهنز په کوڅو او بازارونو کښې د بحث کونکو سره په بحث او په دليل بازۍ تېر کړې دې.
وئيل کېږي چې سقراط په شکل و صورت ډير بې خونده او په ونه مندرې وو خو په زړه ډير حسين، ژوندې او پرکششه انسان وو. سقراط د ژوند نه پوره خوند اخيستلو واله انسان وو د خپلې حاضر جوابۍ او د زړه پورې مزاحیه مزاج په وجه يې مقبوليت تر لاسه کړې وو.
سقراط د ايتهنز يعني د يونان د قانون پوره پابند وو خو په زاتي توګه د سياست نه تل لرې وو او دهغې وجه دا وه چې د سقراط يقين وو چې زه دې ديوتاګانو دې له پېدا کړې يم چې زه فلسفه خپل ژوند جوړ کړم او په دې لاره د خپل وطن خدمت وکړم. لهٰذا سقراط د يونان د خلکو فکر نفسي تجزيې ته يعني د خپل نفس جاج ته راوګرځوو. سقراط به وئيل چې ځان وپېژنئ. د ويل ډيورنټ مطابق اصل فلسفه همدا ده چې انسان خپل ځان ته متوجه شي او په خپل زهن کښې د ځان د جاج اخيستلو صلاحيت پېدا کړي.
د سقراط يو مقوله ډيره مشهوره ده چې "زه فقط په يوه خبره پوهيږم او هغه دا چې زه په هيڅ نه پوهيږم" نو ولې د ټول عمر د فلسفيانه بحثونو نتیجه دا وه چې زه په هيڅ نه پوهيږم... هيڅ کله نه خو دا خبره د سقراط د انکسارۍ او عاجزۍ ثبوت دې.
د سقراط د باقاعده کسب يا کار روزګار په اړه چا ته هيڅ معلومات نه وو هغه کله د خپلو بچو او ښځې غم نه وو کړې. د هغه د ښځې ژان تي پې دا نوم په تاريخ کښې د جهګړمارې او بدې ښځې د پاره وکارول شو.
څنګه چې مخکښې ووئيل شو چې سقراط ليک ته هيڅ اړتيا نه لرله نو په دې وجه د سقراط د ژوند شخصيت په اړه کره معلومات د هغه د دوو ځانګړو شاګردانو د ليک نه څرګند کړې شوې دي. په هغې کښې یو شاګرد افلاطون وو چې زيات تره يې خپلې نظريې هم د سقراط په کهاته کښې اچولې دي او بل ژينيفون يو نثر نګار وو.
سقراط په ښه اخلاقو، انصاف، مينه محبت او نيکۍ باندې عقيده ساتلو واله فلسفي وو. د سقراط په نيز ټولې بدۍ د انسان د لا علمۍ او جهالت نتيجه او د هغه په نيز يو انسان هم په خپله خوښه بدي نه کوي.
افلاطون په خپل Apology کښې د سقراط د مرګ په اړه ليکي چې په 399ق م کښې د وخت څه بدرنګو په سقراط د يونان د قانون او د مروج مذهب په اړه څه بې بنياده الزامونه ولګول ولې سقراط يو وطن پاله انسان وو.
په سقراط الزام وو چې هغه د وخت ديوتاګان نظر انداز کړې دي او نوې معبود يې پېدا کړې دې دې سره سره پرې د ځلمو د اخلاقو خرابولو او د جمهوريت نه د لرې کولو الزام هم وو.
سقراط ته د مرګ سزل واورولې شوه د هغه ملګرو هغه د قېدخانې نه د تختولو تدبيرونه هم وکړل خو چونکې سقراط د قانون منونکې وو او هغه دا غوره ګنړله چې د خپل نصب العين په خاطر ژوند د لاسه ورکړي افلاطون ليکي چې د مرګ ورځ يې خپلو ملګرو او مينه والو سره په خوشالۍ تېره کړه او ماښام يې د زهرو پيالۍ په اطمينان سره په شونډو کېښوده کوم چې هغه وخت د مرګ د سزا دستور وو.
لیک : شاهکار شمال محمدزے
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں