د سرمايه دارۍ سستم يا پانګه ايز نظام نه تر د کمونيزم پورې رسېدو کښې عبوري مرحلې ته سوشلزم وئيلې کيږي. دې ته د کميونزم لاندينې مرحله هم وئيلې شوې ده چرته چې د بورژوازي نه سياسي اقتدار اوتروړل شي او پرولتاريا خپل انقلابی آمریت قائم کړي .
د کميونزم په ړومبنۍ مرحله کښې د دولت غير منصفانه فرق شتون لري ولې د انسان له لاسو د انسان استحصال نا ممکنه وګرځي ځکه چې سرچينې يا د پېداوار په زرائع شخصي حق نا ممکنه وي. کميونسټ ټولنه اول صرف تر دې حده پورې اختيار اخلي چې د پېداوار د زريعو کومه د نجي کولو نا انصافي وي هغه ختمه کړي، دا خبره د وَس نه بهر ده چې په فوري توګه دوهمه نا انصافي هم ختمه کړي کومه چې د څيزونو تقسيم دې يعني چې څيزونه به د خدمت يا محنت په مطابق ميلاويږي (د ضرورت مطابق نه ميلاويږي).
په دې مرحله کښې د پېداوار زريعې د وګړيو له ملکيت نه ووځي او د ټولنې ملکيت شي. د ټولنې هر وګړې چې د ټولنې د ضرورت په کارونو کښې د خپلې برخې د خپل وس تر مخه خدمت کوي او هم د ټولنې نه دغه سند تر لاسه کوي چې دې وګړي دومره خدمت وکړو. د دغې سند په زور هغه د ضرورت د سامان پبلک سټور ته ورځي سند ښايي او د خپل کار په مناسبت د پبلک سټو نه ټاکلې شوې سامان تر لاسه کوي. د دهٔ د محنت يوه برخه د پبلک فنډ په برخه کښې اچولې کيږي لهٰذا هر وګړي ته د هغه د خدمت يعني چې سومره خدمت يې کړې وي د هغې مطابق صله يا معاوضه ورته ميلاويږي.
د کمونيزم او سوشلزم سائنسي فرق ډير واضحه دې. څه ته چې سوشلزم وئيلې کيږي هم هغه نظام دې کوم چې کال مارکس د کميونسټ ټولنې د ړومبنۍ مرحلې سره تعبير کړې وهٔ. تر کومې چې د زرائع پيداوار د مشترکه ملکيت جوړېدو تعلق دې نو د سوشلزم د پاره د کميونزم نوم هم کاريږي خو شرط دا دې مونږ ته به دا ياده وي چې دا په مکمله توګه شس سوشلزم نه دې.
سوشلزم چونکې د کميونزم نچلا مرحله د خو د سرمايه دارۍ نه مخکښې مرحله ده. لهٰذا داسې ټولنې ته سوشلسټ ټولنه وئيلې شو چې د هغې پيداواري قوتونه د سرمايه دارۍ د انتهايي پرمختللي نظام نه هم زيات پر مختللې وي. په عامه توګه د محنت کشې طبقې په اقتدار قبضې ته سوشلزم وئيلې کيږي چې سراسر غلطي او نا انصافي ده.
لیک : شاهکار شمال محمدزے
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں