دا اتیا کلن خوږ مشر غلام احمد بلور دے چې د پیښور ښار سره تعلق لری او د ماشومتوب نه ورته پلار د باچاخان فلسفه او د عوامی نیشنل ګوند جهنډا په لاس کښې ورکړی ده دا درې روڼړه دی مشر غلام احمد بلور بشیر بلور شهید او الیاس بلور چې دیو د پښتون قام دپاره ډیرې سښتې او تکلیفونه برداشت کړي دی یو وخت داسې هم وو چې کله د ضیاء د مارشلاء دور و نو دا ټول روریان یی زندان ته واچول او ډیر تکالیف یی برداشت کړل خو د خپلې پښتو او خدائ خدمتګارۍ نه په شا نه شول ۔
دې بُزرګ مشر چې ټول عمر یی په غم او درد کښې تیر شو دخپل بچي شبیر بلور دخپل خوږ او کشر رور بشیر بلور او بیا د خپل وراره هارون بلور جنازې یی په خپلو اُګو اُچتې کړے او خاورو ته یی اُسپارل دَ دې سره سره یی نور هم د سلګونو پښتنو جنازې اوچتې کړی دی د دوی همت او خوصلې ته چې اوګورم نو شُکر اداکړم چې پښتون قام داسې مشران هم لری ۔
د مشر د دے تصویر نه دا پته لګي چې دَ بابړې شهیدان د ټکر شهیدان او نور د پښتون قام د زرګونو شهیدانو غم او درد پکښې خه ښکاره په نظر راځي دا تصویر دا ظاهرۍ چې د پښتون دپاره حق غوښتل او په دې خاوره سیاست کول څومره ګران دي په دې وطن کښې د پښتنو د بے بسۍ ترجماني کوي دا تصویر د ظالم او د جابر په مخ تمانچه ده دا تصویر په دې وطن کښې د پښتون د حق غوښتنه کوي دا تصویر په دے وطن کښې د پښتون د حال ترجمان دے په دے تصویر کښې د بلور خاندان د پنځوسو کالو د سیاست ستړې او ستونزې ښکاره په نظر راځي ۔
د بلور ځوے رور او وراره شهیدان کړے شوي دي خو د دې مشر د سترګو نه اوښکې نه دي توئ شوي او نه یی داسې بیان ورکړے دے کله چې سرتاج خان شهید کړے شو نو دا مشر ما لیدلو چې جړل یی او دا وینه یی په جار کوله چې نور راپسۍ دا ریاست او فوځ پښتانه په مختلف طریقو سره مړه کوی وئیل یی زه نور بوډا شوے یم تاسو چې څه فیصله اوکړه زه درسره ولاړ یم نو د دے نه دا پته لګي چې د خپل ځان او خاندان نه زیات په خپل قام خفه کیږی دا تصویر یی دا ظاهرۍ چې جړلی یی دومره دی چې سترګې یی اوچې شوی دی او اوښکې یی دومره اُچې کړی دي چې اننګو نه یی پټونه تلې وي د سترګو او اننګو په مینځ کښې یی فاصله ختمه شوی وی دا نه ستړے کیدونکے مشر د اتیا کالو په عمر او د جولائ په میاشت کښې د پیښور ښار کښې په یو احتجاج کښې د دے ریاست نه د پښتون قام دپاره انصاف غواړي که څوک پوهیږي نو اُس به د داسې مشرانو ملا تړ کوي ۔
په لیکلو ډیر نه پوهیګم خو دا تصویر چې به مې لیدلو نو زړه به مې راډک شو چې څه ولیکم ۔
ډېــــرو غمــو خــــوړلی ډېـــرو خادثــــو خـــوړلی
دا سړی ځوان وؤ دا سړی اوس اندېــښنو خـوړلی
دغــه تصويـر د غـيرتي کهول د ستـــــړو تصـــوير
دغــه تـصوير دی زړه د ډېــرو پښــتنو خـــــــوړلی
لیک : سید طارق باغي
Mnana g
جواب دیںحذف کریںDeer pa zra pore lek de kra ror
جواب دیںحذف کریں