جمعہ، 19 جولائی، 2019

د لوړو زده کړو يا دندی انتخاب يوه لويه الميه



   کيريئر يا دنده چې د‌ انسان د رزق وسيله، د پېژندګلو، دولت او شهرت مستقله لاره او د حال، مستقبل د ژوند ترجماني وي خو ولې زمونږ نوې کول په يويشتمه پيړۍ کښې هم دا حق ترلاسه نه کړې شو او همدا يوه ډيره غټه  وجه ده چې مونږ په روځانه ژوند کښې د سنګينو کشالو سره مخ يو او د دنيا د نورو قامونو نه ورستو پاتې يو.

 زمونږ چې کله ماشوم پېدا شي او لا په ځانګو کښې وي نو د کور نيم خلک وايي چې دې به ډاکټر جوړيږي او نيم وايي چې دې به انجينئر جوړيږي هغه ماشوم لا د خپل خوراک څښاک، لوګې تندې احساس هم نه لري چې دغه فيصله د کور خلکو کړې وي کله چې دغه ماشوم خبرې زده کړي نو هم ورته اول دغه وئيلې کيږي چې ته به ډاکټر يا انجينئر جوړيږې او چې سکول ته روان شي نو په ړومبۍ ورځ ورته پلار مور او نور د کور خلک وايي چې بچې سکول ته لاړ شه چې ډاکټر يا انجينئر درنه جوړ شي د دغه ماشوم په کچه او کوچني زهن کښې دا خبره دومره پخه شي چې هغه ته په دنيا کښې د ډاکټر او انجينئر نه علاوه هر کس ناکامه ښکاري او بله پېشه يا دنده خو هسې هم نه پېژني خو که چرته د چا نه واوري نو هم ورته دغه دنده حقيره او سپکه ښکاري.

  د الله قدرت ډير وسيع دې او الله پاک د هر انسان د مختلف او ځانګړې زهن، سوچ، شوق او وړتياوو يا صلاحيتونو سره پیدا کړې دې اوس کيداې شي الله پاک دغه ماشوم کښې د يو ښه استاز وړتيا ايښې وي يا پکښې د يو ښه تاجر وړتيا يا د يو غټ افسر صلاحيتونه موجود وي او دغه ماشوم هر کال‌ په دغې تمه پاس کيږي چې زه به ډاکټر يا انجينئر جوړيږم او که بيا له بده مرغه دغه هلک ډاکټر يا انجينئر جوړ شي نو يو ښه استاز يو ښه افسر، صحافي، تاجر، سائنسدان کله هم کاميابه او ښه ډاکټر يا انجينئر نه شي جوړېدې او همدا وجه ده چې مونږ يو شمېر د خودکشۍ کيسونه د ميډيکل او انجينئرۍ پوهتنونو او کالجونو کښې وليدل او ګل ګل زلمي مو خاورو ته اوسپارل.

    چې کله د دولسم ټولګي امتحانونه وشي نو په دغه زده کوونکو کښې په سلو کښې شپېته فيصده په دې کوشش وي چې مېډيکل کالج ته به ځو او ډاکټران به جوړيږو خو له بده مرغه په دغه شپېته فيصده کښې پينځلس فيصده ميډيکل کالجونو ته لاړ شي او باقي پينځه څلوېښت فيصده هم دغسې پاتې شي دغه رنګ د‌ دولسم ټولګي نه په فارغ شوې زده‌کونکو کښې پينځه ديرشت فيصده وايي چې انجينئرنګ پوهنتون ته به ځو او انجينئران به جوړيږو ولې په دغې کښې هم چرته پينځلس يا لس فيصده دغه ارمان پوره کړې شي او شل يا پينځه ويشت فيصده هم دغسې پاتې شي. او باقي پاتې د باشعوره مور پلار بچي وي چې په خپله خوښه يې د دنډی خوښونه کړې وي او په راتلونکي ژوند کښې د يو شمېر کاميابيو سره مخ وي. 

  اوس د لوړو زده کړو په داخلو کښې د دغې نه پس ډير کم وخت وي او دا ډيره مشکله وي چې زده‌کونکي فيصله وکړي چې کوم اړخ کومې څانګې کښې داخله وکړو او کومه دنده خپله کړو خو ياده دې وي چې دغه ټول ناکامه انجينئران يا ډاکټران وي اوس که يو ناکامه انجينئر صحافي جور شي نو ايا هغه به د‌ معاشرې په کشالو هغه شان چغې وباسي څنګه چې يو د ماشوموالي نه د صحافت شوق لرونکې ويستې شي ايا يو ناکامه ډاکټر که يو استاز جوړ شي نو هغه به هغه رنګ کار وکړې شي؟ هيڅ کله هم نه... دغه کسان هم د وطن او د ټولنې يا د معاشرې د بربادۍ زمه وار وي او هم په خپل ژوند کښې د رنګارنګ کشالو سره مخ وي.

 خداې ته وګورئ چې خپل بچي هغه زده‌ کړې ته پريږدئ د کومې شوق او صلاحیت چې الله د ازل نه د هغه په خټه کښې ايښې دې ګني يا خو به هغوي خپل مرام ته د رسېدو‌ نه محرومه پاتې شي او يا هم په پوهنتون او يا کالج کښې د ډيپريشن او زهني دباؤ له وجې خپل ژوند ختم کړي او خودکشي وکړي.
                             
                                           لیک : شاهکار شمال محمدزے

کوئی تبصرے نہیں:

ایک تبصرہ شائع کریں