ګلوبل وارمنګ يا نړيواله تودخه د ځمکې د هوايي بدلون په درجه حرارت کښې ورو ورو او بتدريج راتلونکې يو مستقل بدلون چې بيا واپس د ختمېدو نه وي، ته وئيلې کيږي. نړيواله تودخه د درجه حرارت د پيمائش او د تاؤ او تودوالي د يو شمېر اثراتو په وجه معلوميږي.
د نړيواله تودخه يوه وجه ګرين هاؤس ايفيکټ دې چې د ځمکې نه ګير چاپېره د هوا لهر يا ايټماسپيير نه چې کله د لمر شغلې او تاؤ راتېر شي او ځمکې ته راورسي نو زيات تره شغلې او تاؤ واپس شي او څه حصه د هوا د لهر يا د ايټماسپيير څخه واپس د تلو توان نه لري او په ايټماسپيير کښې دننه يعني په ځمکه نيزدې هوا کښې شامل شي او د ځمکې په درجه حرارت يا په تودښت کښې ګډون اوکړي او درجه حرارت کښې د زيات والي سبب جوړ شي.
په ګرين هاؤس ګيسونو کښې د کاربن ډايي اکساييډ زياتوالې په نړيواله تودخه کښې د زيات والي غټه وجه ښودلې شوې ده. کله چې خلک اور بلوي نو دې سره په فضا کښې د کاربن ډايي اکساييډ شرح زياتيږي او په ونه کښې الله دا حصوصيت ايښې دې چې د کاربن ډايي اکساييډ ګيس په خپل ځان کښې جذب کوي خو نن وخت کښې د ونو او د ځنګلونو د ختمېدو له کبله د کاربن ډايي اکساييډ هغه هومره جذب نه کيږي څومره چې کارخانې او فيکټريانې خارجوي ځکه چې له بده مرغه که يو خوا کارخانې او صنعتونه بې شمېره شوې دي خو خو بل اړخ ته د يوې ونې لګولو ته هيڅوک اړتيا نه لري.
زياته کړې شوې ده چې ګليشيرز ډير په تيزۍ سره په ويلې کېدو سر دي او د سمندر په سطح کښې هم د فکر وړ زيات والې راغلې دې.
د اقوام متحده په نګرانۍ کښې د هوايي بدلون يو بين المللی پېنل چې د نړۍ د ټولو ملکونو نه په ګډه پکښې ديارلس سوه سائنسدانانو ګډون کړې وو، په خپل رپورټ کښې زياته کړې ده چې د تېرو پنځوستو کالو په نسبت په نړيوال درجه حرارت کښې زمونږ ځمکه پينځه نوي فيصده زياته تاوده شوې ده دې پېنل زياته کړې ده چې صنعتي عملونه چې زمونږ د نوې تمدن پرې پوره پوره انحصار دې همدغه صنعتي عملونو د ګاربن ډايي اکساييډ شرح په يو ميليون کښې د 280 نه په يو ميليون کښې 400 ته رسولې ده.
په نړيواله تودخه کښې بې ساري يعني په ړومبي ځل بدلون د ۱۹۵۰ څخه ريکارډ شوې دې او د UNFCCC تر مخه سل دوه سوه کاله پس به درجه حرارت د نن د درجه حرارت نه C°6 زيات وي دا زمونږ د راتلونکي نسل د پاره يو لويه د خطرې خبره ده د مثال په توګه که نن په پېښور کښې 36°C ګرمي ده چې د زغم نه خبره وتې ده نو سل کاله پس به 42°C وي چې ډيره خطرناکه خبره ده.
نړيواله تودخه کښې زيات والې د ونو او ځنګلاتو د ختمېدو له کبله ډير په تيزۍ مخ په وړاندې روان دې. مومږ له پکار دي چې د زيات نه زيات نيالګي وو کرو او د وس نه زيات د ځنګلونو ژغورنې وکړو که داسې وو نه کړې شوه نو زمونږ راتلونکي نسل ته به د ګرمۍ له کبله په دې ځمکه ژونډ تېرول ګران شي.
لیک : شاهکار شمال محمدزے
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں