جمعرات، 11 جولائی، 2019

غازي میاں افتخار حُسین د پښتنو سیاسي مبارز



  غازي میاں افتخار حُسین چې په کال ۱۹۵۸ کښې په پبو کلي نوښار کښې ځیګيدلے دے کله چې په شپږم جماعت کښې وو نو د ایوب خان خلاف ئي د جمهوریت بحالۍ تحریک په یو احتجاج کښې برخه واغیسته ځکه چې د باجاخان سوچ او فکر ورته په ماشومۍ کښې میلاو شوے وو دا وخت په باچاخان سکول کښې ئي زده کړے کولې ۔

کله چې لګ زلمے شو او کالج کښې ئي داخله واغسته نو د پښتون سټوډنټس فیډریشن نه ئي د خپل سیاسي هلو ځلو آغاز وکړو یو وخت داسې هم راغلو چې د پښتون ایس ایف صوبائي مشر وټاکل شو  او د زده کونکو دپاره ئي هلې ځلې کولې به کال ۱۹۷۸ کښې زندان ته واچول شو او بیا خوشې کړے شو ۔

کله چې د ضیاء مارشلاء اولګیده نو د جمهوریت د بخالۍ تحریک هم راګرم شو او افتخار د هغې یوه اهمه حصه وه د ضیاء د مارشلار خلاف به ئي په جلسو او جلوسونو کښې ګډون کولو په کال ۱۹۸۱ "۸۲"۸۳"۸۴"۸۵"۸۶ کښې  په ډیرو مقدِمو کښې زاندان ته واچول شو چې د ټولو نه لویه مُقدِمه پکښې  د غدّارۍ وه ۔

په مُختلیفو وختونو کښې ئی  تقریباً دوه نیم کاله  په زندان کښې تیر کړي مختلِف سښتې او تکلیفونه ئي برداشت کړی کله چې په ۱۹۸۵  کښې په مُلک کې انتخابات وو نو جمهورو پارټو د انتخاباتو نه بائیکات وکړو او میان صاحب ته ځیمواري حواله کړه چې په پولینګسټیسنو کښی به انتیشار جوړوي او پوسټرې بینرې به سیزي په انتخاباتو کښې به روکاوټ جوړوی دا حکم ورته هم میلاو شوے وو چې ځان به پولیسو ته نه ورکوی په دهغه ورځ پرې شپږ ځله لاټهي چارج هم وشولو او پولیس پسې شاته لګیدلي ول چې زندان ت ئي واچوي خو میان صاحب دومره اوښیار چې ځان ته به ئي یو ملګرے سره د موټرسائیکل اودرولے وو موقع به ئي موندله او د ځائي نه به وتلو ۔

کله چې د ضیاء مارشلاء دهغه د وجلو سره ختمه شوه او ملک کښې د انتخاباتو اعلان وشو نو مياں صاحب ته هم د عوامي نیشنل ګوند له خوا د صوبائي اسمبلۍ ټکټ میلاو شو په ۱۹۸۸ کښې په اول ځل د صوبائي اسمبلۍ غړے وټاکل شو د پښتون قام دپاره ئي خپل سیاسي جدوجهد شروع کړو په کال ۲۰۰۸ کښې دوباره د مشرف د مارشلاء نه بعد د انتخابات اوشول چې دعواني نیشنل ګوند حکومت په پښتونخواه کښې راغلو او میان صاحب د اطلاعاتو وزیر وټاکل شو خو د بده مرغه په ټول هیواد کښې او خاص کر په پښتونخواه کښې حالات خراب شول وسلاوالو به بے ګناه عام اولس وژلو خودکش دهماکے او بمي چاودنې به ئي کولې سکول مدرسه جماعت بازار یو ځائي هم محفوظ نه وو نو څه کې چې انسانان به ئي هلالول په دهغه موقع نیان صیب او شهید بشیر بلور میدان ته را اوتل چې به کوم ځائي کښې به څه پیښه وشوه ځان به ئي هغه ځائي له رسولے وو او هسپتال کښې به د مریضانو سره اولاړ ول په میډیا به ئي د وسلوالو خلاف بیان ورکړو او قام له به ئي حوصله تقریباً شپږ ځله وسلوالو د میان صیب د اغو کولو کشیش کړے خو ناکامه شوي دي دهمکیانې به ئي ورکولې چې په شا شه ګنې نیسو دے لاسونه پوزه سترګې او غوګونه درنه کټ کو ویډیو به درنه کو چې خلق درنه غبرت واخلی خو میان صیب په شا نه شو ځکه هغه د باچاخان په نقشه قدم روان وو د مرګ نه نه ویرده کله چې وسلوال پوهه شول چې په ده مو لاس نه رسي نو د میان صیب ځوے میان راشِد حسین  چې دهغه بو تن وو هغه ئي په رڼا ورځ پبو کلي کښې شهید کړو تر هغې ورته ولاړ چې ساه ترې نه وه ختلې د میان صیب دهغه نظم   ما چې دقام ګټه کوله خانه تۀ مې بیلې سړے سم جړَ وي ۔

نن ۲۰۱۹ کال دے خو نن هم ميا صیب دقام په مینځ کښې ولاړ دے بار بار ورته وئیل کیګي چې تاته خطره ده خو د قام د خبرې نه په شا کیګي نه یوه ورځ ورسره مرکز کښې ناست وو نو وئیل ئی ځما لسم کال دے چې د شپې ځائي مې نه دے معلوم کله یو ځائی کله بل ځائي د کور ځائي مو هم چاته نه دے معلوم یقیناً چې تول عمر ئي د پښتون قام په خدمت کښې تیر کړل ډیرې سختې او تکلیفونه ئي برداشت کړل پښتنو له پکار دي چې په جوندوني خپل اتلان وپیژني او قدر ئي اوکړي ۔

 میاں صیب د پښتنو اتل دے ، فخر دے زمونږ ، ویاړم په داسې مشرانو ۔ اللہ تعالیٰ دي میاں صیب له ډیر عمر ورکي. آمین

                                                        تحریر : طارق باغي



کوئی تبصرے نہیں:

ایک تبصرہ شائع کریں