د تشدد د نوم اخيستو سره د انسان خيال وهلو ټکولو اړخ ته لاړ شي او څنګه به نه ځي مونږ خو هم وهلو ټکولو ته تشدد وايو خو تاسو ته معلومه نه ده چې د جسماني تشدد نه ذهني تشدد زيات زيان رسونکې دې زکه جسماني تشدد خو په وجود اوشي او د څه وخته پورې په انسان تکليف وي خو ذهني تشدد انسان د کاره اوباسي او په قلاره قلاره يې محرومئ او مايوسئ اړخ ته بيايي چې انجام يې د ژوند نه لاس وينځل او ځان پخپله وژل جوړ شي .
نن سبا د تشدد په اړه د ښځو په هقله وئنا ګانې زياتې کيږي چې ښځې د تشدد زياتې ښکار دي ويل کيږي چې د ښځو سره وهل ټکول کيږي، خبرې ورته اورول کيږي او قارېدل ورته کيږي او داسې غېر سرکاري تنظيمونه په دې حواله مهمونه هم چلوي خو دلته چا دې اړخ ته پام نه دې کړې چې د تشدد شروکېدل هم د ښځې د وجې کيږي او هغه داسې چې په کور کښې زيات تره هلکانو له توجه ورکولې کيږي او جينکو ته په هغه نظر نه کتلې کيږي .
تاسو به هم ليدلي وي چې ميېندې په کورونو کښې غوره شې ورونړو له د پاتې کولو ترغيب ورکوي او لور ته وائي ته سړه اوخوره نو دا د تشدد اغاز دې زکه ماشومان دوانړه دي خو دلته هلک غوره او جينئ کينه شوه او دا دغه ماشومه جينئ محسوس کوي هم چې دا ورور مې خه او زه نا خه يم او داسې د ماشوموالي نه د محرومئ ښکار شي .
بل که د سکول معامله شي نو هلک به په خه شخصي سکول کښې داخلوي او جينئ به په سرکاري سکول کښې او يا به يې سکول ته هډو ليږي هم نه وائي به چې دې ته د تعليم ضرورت چرته بل د هلک په باره کښې به وخت په وخت تپوسونه کيږي خو په جينئ پسې هډو څوک نه ښکاره کيږي او دا به هم وائي چې دا خو د پردي کور ده بس دغه پوره وه نور سبقونه دې نه وائي خو د تعليم ضرورت جينئ ته زيات وي زکه تعليم يافته مور د بچو خسمانه خه او په برابرئ کولې شي چې د مستقبل کامياب خلق ترې جوړ کړي دې سره د تشدد او د هغې د نقصان نه هم خبر وي .
زما مقصد هډو دا نه دې چې زه د تشدد نه منکر يم يا په ښځو تشدد نه کيږي انسان چې وي نو تشدد به خامخا وي مونږ خپله هم د دې ښکار يو يا زمونږ د وجې نور خلق ښکار دي خو چې عدم تشدد وي او د برابرئ په بنياد باندې حق ورکړې شي نو ژوند پرامنه او د خوشالو وي او دا د مور نه جوړېږي بل دا هم پکار ده د بچي په تربيت کښې چې هغه ته اوخول شي چې خپله خبره کولې شي د دې فائده به دا وي چې دغه ماشوم به سبا خپل حق غوښتې شي د خپل حق تپوس به کولې شي که چرې ماشوم ته په تپوس يا خبره قار کيږي نو دغه ماشوم به تر د بوډا والي پورې خپل د زړه حال چاته اونه وائي .
بل که هلک څه غلطي اوکړي نو مور به يې پلار ته وائي چې ايبه هلک دې خو د جينئ سره د غلطئ ګنجائش د سره نه وي او که غلطي اوکړي هم نو بيا ورته پېغور شي او تر د مرګه پورې ورته هغه په ګوته کيږي .
راځئ چې د تشدد نه ډډه اوکړو هغه که په ښځه وي او که په سړي خو زيان يې يو شان وي او د دغه تشدد نه عدم تشدد جوړ کړو چې ژوند مو فراښه او د خوشالو خنداګانو ډک شي .
لیک : عصمت علي اخون
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں