پیر، 24 جون، 2019

نشه او د نشې نقصانات



   نشه څه ته وايي؟ نشه هر هغه څيز ته وايي چې د انسان وجود او ذهن په خپله قبضه کښې کوي او د انسان د وجود او د ذهن کارکردګۍ کښې بدلون راولي د يو نا معلومه وخت د پاره. نشه يي توکي د خپلو مخصوص اثراتو په بنياد په بيلا بيلو ټولګو کښې تقسيم شوې دي چې کوم په روزانه ژوند کښې مونږ اورو په هغې کښې چرس، افيم، پوډر يا هيروئن، آئس او نور بلها نومونه چې شايد هغه نومونو سره‌ مونږ نا اشنا يو. 

  انسان نشه ولې شروع کوي؟ د دې ډيرې وجې کيداې شي يا خو خلک د خوند د پاره يو ځل نوم اوکړي او بيا عادت جوړ شي کله انسان په ژوند کښې داسې کشالو سره مخ شي چې د ذهني دباؤ له وجې نشې ته لاس واچوي او زيات تره د غلط صحبت له وجې. 

   په غټو او خطرناکو نشو کښی چې د ټولو نه په اسانه تر لاسه کيږي په لارو کوڅو کښې ميلاويږي هغه هيروئن يا پوډر دي او هم دا وجه د چې د پوډرو نشه تر ټولو خطرناکو نشو نه زياته کيږي.

  د اقوام متحده يو اداره يو اين او ډي سي (UNODC) د يو ريپورټ تر مخه تر ټولو نه زيات نشه يي توکي له افغانستان څخه نورو ملکونو ته برامد کيږي دا‌ اداره زياته وي چې په ټوله دنيا کښې چې څومره هيروئن کارول کيږي د هغې پينځه اوويا ۷۵ فيصده  په افغانستان کښې جوړيږي او نورې دنيا ته ورکړې کيږي.

   د UNODC د حساب تر مخه دا وخت په پاکستان کښې د اته لاکهه(800,000) نه زيات کسان چې عمر يې د 15 نه تر پينځه شپيته کاله پورې دې، د هيروئن په باقاعده توګه نشه کولو کښې ککړ دي. دا هم زياته کړې شوې ده چې په پاکستان کښې هر کال د څلور څلويښت 44 ټنونو په حساب سره هيروئن کارول کيږي.

    د ورلډ ډرګز ريپورټ دوه زره اوولسم (WDR 2017) دہ اندازې تر مخه دا اوئيل شو چې په کال دوه زره پينځلسم کښې په ګرده نړۍ کښې دوه نيم سوه ميليونه کسان په نشه کولو کښې ککړ دي کوم کښې چې نهه ويشت ميليونه او پينځه لاکهه کسان په ستونزمنو نشو کولو کښې ککړ دي يعني کوم کسان چې مونږ په سړکونو د ډيړانونو په غاړه او یا د ښار د پولونو لاندې ګورو، په دغه خلکو کښې زيات تره نشه يان د سختو او خطرناکو مرضونو ښکار دي.

 څنګه چې د يو عالمي ادارې د اندازې لاندې په نړيواله کچه کوم خلک چې ځان ته په سيرنج نشه انجيکټ کوي په هغې کښې دولس ميليونه کسان هيپاټائټس سي يعني د تور زيړي ښکار دي، يو ميليون او شپږ لاکهه کسان د ايچ ائ وي او يو ميليون او درې لاکهه کسان د دې دواړه خطرناکو مرضونو په شريکه ښکار دي. 

   که هر څو د دغه مرضونو جديد او پياوړي علاجونه مخې ته راغلې دي خو چونکې د دې علاج دومره ګران دې چې که کوم نشه يي په هسپتال کښې د نشې نه د منع کیدو علاج پيل کړي خو هغه له دغې مرضونو څخه مقابله ونه کړې شي. 

   د دې خاتمه به هله کيږي چې د دې خلاف کوټلې ګامونه پورته شي د سخت نه سخت قانون د جوړونکو او خرڅونکو د پاره جوړ شي او د نشو د نقصان د اګاهۍ په حقله کميسيونونه جوړ شي او زمونږ په نصاب کښې د نشو د اګاهۍ په حقله کوټلې مضمونونه شامل کړې شي.

                    ليک او تحقيق:
                                         شاهکار شمال محمدزے

کوئی تبصرے نہیں:

ایک تبصرہ شائع کریں