جمعرات، 27 جون، 2019

د خيبر دره



   دره هغې لارې ته وئيلې کيږي چې يو خوا بل خوا غرونه وي او په مينځ کښې يو د مسلسل د تګ راتګ د پاره کارېدونکې لار وي ۔

   په پاکستان کښې ټولې يويشت درې دي چې يوه پکښې د خيبر دره هم ده د خيبر دره يو ډير پياوړې تاريخ لرونکې دره ده چې د برصغير د دروازې اهميت ورته هم حاصل دې ۔

    دا‌ دره په اصل کښې د جمرود د قلعه نه په شمال مغرب اړخ ته په درې ميله کښې شروع کېږي په خړو او سختو غرونو کښې په لوړو او ژورو د لنډي کوتل او بيا د لنډي خانې نه تيرېږي او تر د تورخمه پورې رسي. لنډي کوتل سره نيزدې يو ډير قديم جمات راځي چې علي مسجد ورته وئيلي کيږي د کوم په اړه چې تاريخ دانان ليکي چې دا د شير خدا حضرت علي (رض) په دور خلافت کښې جوړ کړې شوې دې ۔

    خيبر په تاريخ کښې د وسطي ايشيا او د برصغير په مينځ کښې د‌ يوې جنګي او تجارتي دروازې حيثيت لري. څنګه چې ښتونخوا په هر دور کښې د جنګونو او سنګرونو مرکز پاتې شوې دې نو په دې لاره هم ډير فوځونه راغلې دي او ډيرو د وخت زورورو پرې تګ ګړې دې په دغه فهرست کښې هغه نومونه هم شامل دي کومو چې دنيا لړزولې ده لکه د وخت مشهور فاتح سکندر اعظم ، تيمور ، او چنګېز خان پکښې ړومبي نومونه دي ۔

   د ټولو نه وړاندې په ۱۶۰۰ قبل مسیح کښې ارياؤ په دې لارو قدمونه کېښودل ۔ په شپږمه صدۍ قبل مسيح کښې لال فارس په دې علاقو قبضه وکړه د سکندر په سر لښکرۍ کښې د يونانيانو راتګ يو بل لوې تاريخي باب دې چونکې سکندر خو پخپله د خيبر نه لرې يو بله شمالي لار خپله کړه او فوځ يې د جرنيلانو هونائشن او پرډيکاز په لارښودنۍ کښې په دره خيبر راغلل ۔ دغه رنګ باختريانو او پارتهيايانو په دويمه او ړومبۍ صدۍ قبل مسيح کښې په دې لاره تګ کړې دې ۔ 

 په ړومبۍ صدۍ عيسوۍ کښې چې کشان خاندان په وسطي ايشيا کښې سلطنت جوړ کړو د نن پېښور يې دارالخلافه اوګرځيده او دره خيبر د يو بين الاقوامي شاهراه حيثيت تر لاسه کړو ۔ په دريمه صدۍ عيسوۍ کښې ساسانيان دلته راغلل۔

   دپينځمې صدۍ نه پس دلته يو اسلامي دور شروع شو په کوم کښې چې مشهور فاتح د اسلام محمود غزنوي کم از کم د تاريخ تر مخه دوه ځله په دره خيبر را تير شوې وو ۔

    له دې نه وروستو شهاب الدين غوري په ۱۱۸۵مه صدۍ عيسوۍ کښې په دې دره راتير شو او دغه شان په ۱۳۹۰م کښې تيمور راغې او بيا شهنشاه بابر په‌ دې لاره راغې چې په تاريخ کښې يو لوې حيثيت لري بابر د يوسفزو د قبيلې يوې پېغلې بي بي مبارکه سره واده اوکړو او پښتنو سره يې نسلي جوړښت اوکړو. په ۱۷۳۹م عيسوۍ کښې د ايران بادشاه نادر شاه هم دهلي ته هم په دې دره لاړو ۔

 اخري د جديد افغانستان بنسټ اېښودونکې احمد شاه ابدالي بابا هم په دره خيبر ډير تګ راتګ اوکړو. په ۱۷۷۸م کښې د افغانستان دويم جنګ کښې هم په خيبر يو شمېر حملې اوشوې ۔

   په ۱۸۸۷م کښې افريديانو په خيبر قبضه اوکړه او په دريم جنګ د افغانستان ۱۹۱۹م کښې هم‌‌ دا دره د ډيرو حملو ښکار پاتې شوه او تر ننه دا دره د پرهرونو نه خالي نه شو په هر جوړ يې د تاړيخ يو نا يو ګوزار پروت دې نن هم دا دره افغانستان ته د تجارت او تګ راتګ دپاره استعماليږي او هره ورځ پرې په لکهونو پښتانه دا افغانستان نه دلته او دلته افغانستان ته تګ راتګ کوي ۔ 

                                         ليک: شاهکار شمال محمدزے

کوئی تبصرے نہیں:

ایک تبصرہ شائع کریں