پخوا زمانه کې يو بادشاه وو يوه ورځ خپل وزير ته وايې چې داسې څوک انسان به پيدا نه کړې کوم چې زما د نيکه او پلار بابا حکومتونه ليدلې وي او اوس زما حکومت کې ژوندې وي۔ وزير ورته وايي محترمه ګرانه نه ده سبا سهار به ډنډورچي په ټول هيواد نغاره وواهي او دا آعلان به اوکړي ۔
ډنډورچې چې نغاره اووهله او اعلان يې اوکړلو نو يو بآبآ راغلو ويل بادشاه سلامت ما تاسو د نيکۀ حکومت هم ليدلې د پلار هم او اوس ستاسو حکومت کې مرګ ته ورځې شپې لنډوم حکم کوې څۀ مسله ده ۔
دربار لکيدلې دي خلک ناست دي بادشاه دغه بوډا ته وايي زما نيکې څنګه بادشاه وو ۔
بآبآ ورته ويل ډير نيک او ايماندار وو ۔ بادشاه ډير خوشحال شولو او بوډا ته بيا وايي زما پلار بآبآ
بوډا ورته ويل ستا پلار غل وو
بادشاه له ډيره غصه ورغله خو دربار لګيدلې وو د خلکو له شرمه په دې خبره خاموش پاتې شولو او بوډا ته وايي چې زه څنګه بادشاه يم
بآبآ ورته وايي ته غل هم يې او زنا کار هم
د بادشاه دې خبرې سره صبر تمام شولو او بوډا ته وايي چې ته زما د نيکه سره کاردار پاتې شوې د پلار سره او که زما سره چې دومره په دليل پخه خبره کوې
بوډا ورته وايي بادشاه سلامت زه هيس نه وايم او کاردار خو غټه خبره ده زه په خپل ژوند کې په اول ځل دې دربار ته راغلې يم
بادشاه سلامت په خپل ذات الله ج ګواه کا او سوچ اوکړه که ستا باره کې ما غلط بياني کړې وي نو ستا د پلار نيکه خبرې به.هم دروغ وي
بادشاه بوډا ته وايي چې څنګه ته دومره پخه خبره کوې نه زما سره څۀ تعلق لرې او نه دې زما د پلار نيکه سره پاتې شوې دې
بوډا بيا وايي بادشاه سلامت بس په خپل کردار سوچ اوکړه سپين تور به خپله درمعلوم شي
بادشاه ورته ويل دغه دواړه خامې ما کې شته خو تاته څنګه اندازه ده
بوډا ورته وايي بادشاه سلامت زه ستا د نيکه دور کې ځوان ووم واده مې هم نه وو کړې
په خرو باندې به مې خلکو ته خاورې راوړلې يوه ورځ مې خوشې بيديا کې په څۀ خرو خاورې بار کړې وې او په څه مې بار کولې چې په دغه کې يوه پۍ مخې پيغله راغله او ماته وايي ځوانه پلانې بانډې پله ځم لار راته سمه کړه
ما ورته ويل چې خوشې بيديا ده که لږ صبر کولې شې زه هم د هغه بانډې په لار ځم د ځان سره به دې بوځم
بس په اخرني خر خاوره بار کوم
پيغله د پلوسې په سوري کيناستله ما خاوره په خر بار کړه او را راوان شولو
درې څلور ميله مزل وو په لار مو خبرې کولې
پيغلې راته ويل چې زه د پلانې بانډې په پلاني سړي واده يم د مور پلار يوه لور يم هر څۀ زما دي
پلار راته واده له پوره يو سير زر کړې وو ولې خاوند مې د انسانيت په لار نه دې تلې د خپل مور پلار له حيا له وجې مې ورسره ډيره ګزاره اوکړله ولې صبر يې راله تمام کړلو نور سامان خو مې نشو راوړې خو دا خپله سونا سرۀ زر مې د ځان سره را واخستل او پلار کره ځم
بآبآ ويل په دغه خبرو کې د جينې د کور لار راورسيده ما ورته ويل دغه لار ده حينې ولې الله ج دې خوشحال لره اوس ماته خپله بانډه معلومه ده
جينې د سير سرو زرو سره خپل منزل پله او زه د خاورو او خرو سره خپل منزل پله روان شوم
په دې خبره کې دوه درې کلونه تير شوې وو چې ستا نيکه بآبآ وفات شولو او ستا پلار په تخت کيناستلو
ستا پلار چې بادشاه شولو يوه ورځ زه هم هغه بيديا کې په خرو خاورې بار کوم او دې زړه له مې يو خبره راغله
چې اے بدبخته په خوشې بيديا کې درله جينې راغله يو سير سرۀ زر ورسره وو خو هغه به دې ترې نه په زور اخستې وو نن به دې د عيش و ارام ژوند کوو
د دې خرو او خاورو له ذلالت خو به حلاص وې
بادشاه سلامت ترڅو چې ستا د پلار بابا دور حکومت وو زما هم دغه سوچ وو
ولې اوس زما دې عمر ته اوګوره او د دې باوجود چې د کله نه ستاسو بادشاهت شروع شوې دې نو د زرو اخستلو سره زما د زنا سوچ هم زيات شوې دې
هر وخت.زړه کې وايم چې اے بدبخته څومره پۍ مخې جينې وه زنا به دې ورسره هم کړې وه او سير سونا سرۀ زر به دې تري نه هم اخستې.وه
بادشاه سلامت هم د دې خپل سوچ لاندې زه وايم چې ستا نيکه نيک او ايماندار وو ځکه زما دغه پۍ مخې يا زرو ته سترګې خړې نه شوې
ستا پلار بابا غل وو ځکه د هغه دور حکومت کې زما د زرو اخستلو سوچ پيدا شولو
او بادشاه سلامت بخښنه غواړم تاسو د غل سره زنا کار هم يې ځکه اويا کلونه روستو زما هغې پۍ مخې ته د زنا شوق بيدار شولو
اوس خپل خپل ګريوان کښې سر ښکته کړئ او سوچ وکړئ چې ستاسو حکمران د کوم کردار مالک دې.
لیک : شاھکار شمال
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں