منگل، 7 مئی، 2019

شل منه غنم د ولی خان بابا نه قربان





      شیر زاده کاکا د یارحسین (صوابې) ملک زې پښتون دې چې پیشه يې نائی توب ده خو دوکان نه لری او نیکانو له په دیرو, ارهټونو او پټو کښې د سر سنت نه علاوه په غم ښادې کښې په حجرو کښې خدمت کوی. او پلار په نیکۀ پوخ باچاخانې دې.
      څۀ موده وړاندې د غنمو د تهریشرو په ورځو کښې د کور نه اووتلو چې د غنمو د لوؤنو او تهریشر غوبل نه اوزګارو نیکانو له به سر سنت هم اوکړی او اړه ( یعنی فصل کښې د کسب ګر حصه) به هم راوړی. کله چې یو ارهټ ته ورورسیدۀ نو هلته سیاسی بحث شروع و. خلق د بدلې پارټې سره تعلق لرونکی و, نو یو چا پکښې عبدالولی خان بابا ته کنځل اوکړل. 
      شیرذاده کاکا خپل ګوډې غاړې ته واچوؤ او ورته يې اوويې چې زۀ غریب یم خو قام خرصې نه یم او نۀ رزق په دې ګټل غواړم چې یو څوک دې زما نظريے او زما لیډر ته کنځل کوی او زه دې د هغه خدمت کوم... ستاسو د کورنې نه ماته شل منه غنم په لاس راتلل نو هغه درپاتې خو نور ستاسو کسب ګر نه شم پاتې کیدې, او رخصت شو.
      شیرذاده کاکا باندې نن د هغې نه ډیر د خدايې فضل او کرم دې, د هاغه شلو منو غنمو هیڅ کمې ورته نه دې محسوس شوې. ځامن يې په ښو روزګارونو دی, ډیر قدر يې کوی, کار کولو ته هیڅ اړتیا نه لری خو نن هم خپل کسب نه پریږدی, نن هم پوخ باچاخانې دې, نن هم د باچاخان بابا په کور سر ماتوی او نن هم هاغه خلقو سره حجره کښې نه کینی چې څوک يې د نظریے خلاف وی.
     دا څوک چې د پیسې د پاره پارټی پریږدی او بیا ورله نوی نیکان په خپل کور کښې د پلار  نیکه نظریه او مشران سپکوی نو باید چې هغوی د شیرذاده کاکا نائی نه پښتو ذده کړی. 

                                     تحریر : فرمان یوسفزٸې

کوئی تبصرے نہیں:

ایک تبصرہ شائع کریں