په دې کښې هيڅ شک نشته چې مونږ د پاکستان شهريت لرو او د آيين د لاندې زمونږ د رياست سره رشته شته او د دغې رشتې احترام هم کوو هر څو که ځينې رياستي عتاصر ورته د شک په نظر ګوري خو د 1947 نه مخکښې دا رشته زمونږ د هندوستان سره وه د شهريت رشته قابل تغير وي بدليږي رابدليږي خو قوميت ناقابل تغير وي يعني زمونږ قوميت د افغان دی نو دا آفاقي حېثيت لري۔
په کېنېډا امريکا او داسې نورو هېوادونو کښې ډچ فرانسسيان شته هغوي په فخر ځان ته ډچ فرنچ وغېره وايي او دغه رياستو ورله هم په دغه پېژندګلي احترام ورکوي خو دلته د مطالعه پاکستان متاثره پښتانه ځوانان په داسې يوه ګمراهۍ اخته دي چې نه تاريخ لولي نه پرې ځان پوهوي بس په يو خول کښې راګېر دي ۔ څه خو د مفاداتو په حرص کښې ګېر دي ۔ څه ممي ډېډي دي بس د کوهي چندخان بره ورته يو کنډول اسمان ښکاري ۔
وروره افغانيت خو ګناه نه ده کفر نه دی ظلم نه دی ۔رياست ته د نقصان سوب نه دی ۔ بس خپله پېژندګلي ده او دا د لوی خدای د کلام نه هم ثابته ده چې ما انسانان د پېژندګلو په غرض په قبيلو او قامونو کښې ووېشل ۔
مونږ د رياست پاکستان شهريت لرو او د يوې عمراني معاهدې ترمخه دې رياست ته وفادار يو د آيين په چوکاټ کښې خپل حقونه غواړو د آيين ترمخه خپلې ذمه وارۍ ترسره کوو۔ مشران مو ښه په ډاډه پارلمنټ ته ځي۔ د ملک په قانون سازۍ کښې برخه اخلي۔
هيڅ شک مه کوﺉ زمونږ ځينې مشرانو د دې رياست دپاره خپل پلرګني وطن افغانستان ته هم دړکې ورکړې دي زمونږ يو بل مشر په جناح پارک کښې د اېشيا د ټولو نه غټ د پاکستان بېرغ لګولی دی۔۔۔ زمونږ بل خوږ مشر په ښکاره وېلي دي چې جمهوري پاکستان ترقيامته چلوو ۔
مونږ د پاکستان د وفادارۍ سوګندونه د 1947 نه تر دې دمه پورته کوو او بيا هم مونږ ته د غدار په نظر ګورﺉ ۔ تاسو نه ليدل چې د هند سره څو مياشتې مخکښې کشاله راغله نو اول پښتنو ټوپکې وچتې کړې چې مونږ به پاکستان ګټو ، نو کم از کم په افغانيت خو مو معاف کوﺉ کنه ۔
لیک :اکبرهوتي 24م مۍ 2019
مردان
کوئی تبصرے نہیں:
ایک تبصرہ شائع کریں