اتوار، 5 مئی، 2019

احمد شاہ ابدالی / لیک آیاز یوسفزئی





"ستر احمد شاه ابدالي بابا پهٔ لومړي ځل پهٔ شعوري توګه سویلي(جنوبي) او شمالي پښتونخوا سره وګنډله، پښتنو ته يې د نوې زمانې د اصولو سره سم د افغانستان تر نوم لاندې د پولو سره د نوي هېواد بنسټ کېښود. اصفهان او یا ډيلی يې پايه تخت نهٔ کړو، بلکې د نوي هېواد (افغانستان) مرکز يې کندهار وټاکهٔ او کندهاري او ګندهاري پښتانهٔ يې د مغلو او صفويانو لهٔ غوبل څخه د تل لپاره خلاص کړل، چې د پښتنو پهٔ ټول تاريخ کې داسې ځيرک او پوخ ګام بل چا نهٔ ؤ اوچت کړى. بابا د خپل بهرني سياست بنسټ د خپلو  دنني(داخلي) جغرافيايي، مذهبي، سياسي، ټولنېزو، تاريخي، اقتصادي او پوځي اړتياو پهٔ اساس ايښى ؤ. بابا ته دغه خبره څرګنده او جوته وه چې افغاني خاوره کوم ځاى پرته ده؟  دغه نوم او هېواد کهٔ څهٔ هم اوس هغه هېواد نهٔ دى کوم چې بابا پرېښى ؤ خو مات ګوډ هېواد اوس هم شتون او نوم لري. دغه د دغه ستر بابا برکت ؤ ګني خداى خبر نن به د پښتون قام څهٔ حال ؤ؟"
علي خان محسود

کوئی تبصرے نہیں:

ایک تبصرہ شائع کریں