اتوار، 5 مئی، 2019

اسفندیار ولی خان/ بلاگر : توحید داودزے





دوی درته غدار وائی
-----------------------------------
پۀ انساني معاشره او سياسي تاريخ کښې داسې موړ او وخت هم   راغلے دے چې اقليت پۀ اکثريت باندې زور ور شوے دے او د جبر او زور پۀ ذريعه  ئې خپل استعماري حکومت قائم کړے دے. دا استعماري نظام حکمراني او بااقتداره خاص طبقه د خپلو استعماري اقتدار قائم ساتلو د پاره او د خپلو عزائمو پوره کولو لپاره نۀ يواځې  پۀ ټولو وسائلو ګټو وټو قبضه دار شي  بلکې د خپلو مفاداتو د تحفظ او د اقتدار اخلاقي بنياد قائم ساتلو د پاره پۀ ثقافت او تهذيب هم د خپل انجنئيرنګ پۀ ذريعه ضعيف کړي او پۀ معاشره کښې د اخلاقي قدرونو پۀ نوم داسې قسمه روايات، خيالات او نظريات رامنځ ته کوي چې د خپل استعماري عزائمو پوره کولو لۀ  پرې دوام  ورکوي  لکه:
حب الوطنی او غداري، مسلمانی او کافری، نمک حلالي او نمک حرامي دا قسمه قدرونه او خيالات، نظريات هم د دغه اخلاقي بنيادونه نۀ دي چې د دې اخلاقي قدرونو پۀ ذريعه بااقتداره طبقه خپل استعماري عزائمو پوره کولو ته دوام وربخښي او تاريخ وائي چې هم پۀ دې يادو اخلاقي قدرونو باندې د قرون وسطي (Middle Ages) د استعماري حکمرانۍ او معاشرې بنياد او اساس جوړ شوے ؤ او هم دا قسمه تصورات او قدرونه به ئې پۀ هغه وخت کښې بااقتداره او حکمرانې طبقې پۀ داسې موقع کښې پۀ کار راوستل. د خپل استعماري  نظام حفاظت به ئې پرې کولو چې کوم ځاے کښې به چې مذهب هم د دوي  پۀ کار نۀ  شو راوستلے ځکه  چې  پۀ دغه وختونو کښې به اکثر د خانداني اقتدار انتقال، د جانشينۍ او د خپلو سلطنتونو  پۀ مدبرارۍ کښې زياتوالے او پۀ  ډېرو وسيلو او ګټو وټو د قبضې کولو پۀ علت به جنګونه کېدل. مذهب به ئې پۀ هغه صورت کښې پۀ کار راوستو چې کله به د مخالف ډلې مذهب بدل ؤ او کۀ چرې دواړو ډلو به د يو مذهب سره تعلق لرلو نو بيا به ئې ورته څۀ نور قسمه حالات او نظريات  لټول لکه وفاداري او غداري، نمک حلالي او نمک حرامي.
پۀ هندوستان کښې مسلمانانو پۀ ابتدائي وختونو کښې د هندوانو ضد مذهب کارولے ؤ خو چې کله د مسلمانانو حکمرانانو پۀ خپل منځ کښې د اقتدار او سلطنت تر لاسه کولو پۀ علت جنګونه کول نو پۀ دغه صورت کښې دوي د مذهب استعمال نۀ شو کولے ځکه چې دواړه ډلو به د يو مذهب سره تعلق درلودو او بل دا چې د دوي پۀ رعايا او ملازمتونو کښې هندوان او مسلمانان يو شان راغلل نو پۀ صورت کښې به بيا مذهب نۀ شو پۀ کار راوستلے. لکه د مثال پۀ توګه محمود غزنوي به چې کله  پۀ  منځنۍ اېشياء او افغانستان کښې جنګونه کول نو دا به خالص د سياسي او معاشي غرض لپاره وو خو چې کله به ئې پۀ هندوستان حمله کوله نو دغې ته  به ئې د مذهب رنګ ورکولو او مذهب به ئې ورکښې کارولو او دې جنګ ته به ئې جهاد وئيلو. پۀ دې جنګونو کښې به چې څوک مړۀ شول نو هغه ته به ئې شهيد او چې کوم به ژوندے واپس شو نو هغه ته به ئې د غازي خطاب ورکولو. هم دغه شان هم پۀ هندوستان کښې بابر به  پاني پت کښې د ابراهيم لودهي سره جنګ کړے ؤ خو مذهبي عقائدو او جذباتو باندې ښۀ نۀ وو وئيلي. خو چې کله پۀ کواهه کښې د رانا سانګا سره ئې مقابله  راځي نو پۀ خپلو د ځواک وګړو سپايانو کښې د مذهبي جذبې را پارولو د پاره نۀ يواځې د شرابو پيالۍ ماتولې بلکې د يو زورداره او جذباتي تقرير پۀ ذريعه به ئې سپايانو ته د مړ کېدو پۀ صورت کښې د شهيد او د ژوندي کېدو صورت کښې د غازي کېدلو خوشخبري او زېري ورکوي. بيا داسې جنګ کښې د بريا موندو نه پس خپل نوم سره د غازي خطاب هم لګوي. کله چې پۀ  هندوستان کښې د يو مذهب او عقائدو لرونکو ترمينځۀ د اقتدار او معاشي وسيلو تر لاسه کولو د پاره جنګونه کېدل نو دې حالاتو کښې د مذهب د کارولو خيال او صورت د مينځ نه ووتو نو هم دا هغه خاص حالات وو پۀ  هندوستان کښې چې اوس د مذهب پۀ ځاے کوم بل خيال، نظر لټون وکړے شي چې د بااقتداره استعماري طبقې د حکمرانۍ قائم ساتلو د پاره پۀ څۀ راتلے شي نو هم پۀ دې حالاتو کښې د وخت بااقتداره استعماري حکمرانانو د اخلاقي قدرونو نظريه او خيال معاشرې ته را دننه کړو او ډېر پۀ چلاکتوب ئې  پۀ کار راوستل ځکه چې پۀ يو داسې وخت کښې چې معاشره پۀ اقتصادي او معاشي توګه پۀ مختلفو طبقو کښې وېش وه.  پۀ مال دولت او هرقسمه ګټه وټه باندې يو خاص بااقتدار، امراء حاکمانو قبضه وه او عام عوام غريب او بې وسه وي. او ټولې روپۍ، پېداوار، وسائل صرف يو خاص حکمرانې طبقې لاندې کړې وي نو داسې معاشره کښې بااقتداره حکمرانه ډله د مال، دولت او وسيلو پۀ سهاره د غريبو رعاياؤ او مخصوصه انسانانو سودا ګېري کوي. دوي ته د دولت او اقتدار پۀ اساس ملازمتونه ورکوي خو پۀ دې طمعه چې دوي به د دې پۀ بدله کښې يواځې صرف هم د دوي  وفادار وسي او يو وارې چې ئې د کوم حاکم، مالک نمک وخوړو نو بس بيا به ټول ژوند کښې د دۀ وفادارۍ کښې وي. د خپل ژوند هېڅ قسمه خواهش او مفاد به ئې نۀ وي. هر خواهش او مفاد به د خپل مالک او حاکم د مفاداتو نه قربانوي. پۀ  هر حال کښې به د مالک مفاداتو تحفظ به کوي او د هرڅۀ نه به ئې مقدم ګڼي. مطلب دا چې دلته د بااقتداره طبقې او د غريب عوامو ترمينځۀ د يو تجار او د يو ګاهک سودا کېږي! بااقتداره حاکم (تاجر) د يو څو روپو او ملازمت پۀ بيعه د غريب عوام (ګاهک) ته د هغۀ خپل ټول خواهشات، مفادات، مال وسائل او تر دې چې د هغۀ خپل ژوند او ځان هم به د خپل حاکم د پاره وي چې پۀ وخت د ضرورت به ئې د قربانولو نه هم مخ نۀ اړوي. کۀ چا پۀ دې وفادارۍ او نمک حلالۍ د جعلي خيال نه منع وګرځولو او د شعور پۀ اساس به ئې انساني تکريم او يا د خپل ژوند د مفاداتو خيال به ئې وکړو نو هغه سړے به  پۀ  معاشره کښې د نمک حرام او غدار پۀ  نومونو مشهور شول. او پۀ ټوله معاشره کښې به ورته د ذلت او شرم پۀ سترګه کتل کېدل. يا کۀ ملازم، رعايه به د مالک د بدسلوک، بې رحمۍ، استحصال، جبراو ظلم ته پۀ مجبورۍ او  لا چارۍ ملازمت پرېښودو خو بيا به هم ټول قصور او ملامتيا پۀ رعايه او ملازم  ورتپلې شوه ځکه چې د رعايه او ملازم نه به صرف يوه طمعه کېدې شوه چې بس د دۀ  ژوند وي نو دے به  بغېر د څۀ اخ ټوخ نه د مالک او اقا پۀ خدمت کښې وي. پۀ هرحال کښې به د هغۀ  وفادار اوسي کۀ يو ځل به د کوم مالک،حاکم اقا پۀ در او دولت کښې راغلې نو بس بيا به ټول عمر هم د هغۀ وفادار ئې او ژوند به دې د هغه لپاره وي. ګنې نو پۀ معاشره کښې به ئې بيا هېڅ ځاے نۀ وي.
هم پۀ دې قسمه قدرونو او نظرياتو باندې د دې پۀ ذريعه به بااقتداره طبقې حاکمانو، بادشاهانو د خپل وخت لوي لوي بغاوتونه ختمول او د پښو لاندې به ئې کول او د خپل استعماري اقتدار قائم ساتلو او د خپلو مفاداتو حفاظت به ئې پۀ دې قسمه چالونو کولو، داسې قسمه اخلاقي قدرونه به د مذهب نه هم زيات واسيع وو او پۀ کار به را وستلے شو ځکه چې وفاداري او نمک حلالۍ کښې د مذهب  باونډري نشته، پۀ دې کښې د هر مذهب خلق راوستلے کېدے شو. کۀ څوک به د هر مذهب وو خو چې د اقا غلام به ؤ نو هغه به وفادار او نمک حلال ؤ او کۀ څوک به د هر مذهب وو خو چې دوي ته به ئې مخ وګرځولو نو بس رزيل او ذليل به وو. معاشره کښې به ئې ځاے نۀ ؤ. لکه د مثال پۀ توګه پۀ هندوستان کښې امير رومي خان چې پۀ يو وخت کښې ئې د ګجرات د باچا بهادرشاه نه  لاړو او د همايون سره ملګرے شو نو پۀ دې باندې امير رومي ته د هره خوا نه د غدار او نمک حرام نومونه واخستل شول او پۀ نمک حرام باندې به پۀ دغه معاشره کښې ياد شو او تر دې پورې چې د بهادر شاه ظفر طوطي به هم چې دے وليدو نو د "نمک حرام رومي خان" نوم ئې رټه کړے ؤ.
 چې کوم خلق به پۀ جنګونو او مصيبتونو کښې د مالک او اقا حاکم وفادار پاتې شو نو هغوي به  ئې پۀ  تاريخ کښې لوي لوي اتلانو او
بهادرانو پۀ توګه وړاندې کول. لکه  وائي چې اورنګ زېب چې کله  پۀ ګولکنډه حمله وکړه نو د دغه ځاے د بادشاه ابوالحسن د فوځ جرنيل چې نوم ئې "عبدالرزاق" ؤ. د مغلو مقابله  ئې ډېره پۀ مړانې سره وکړه خو چې کله زخمي حالت کښې ونيولے شو نو اورنګزېب د دۀ د مړانې نه ډېر متاثره شوے ؤ او ورته  ئې د مغلو پۀ فوځ کښې د غټې څوکۍ (عهدې) وړاندېز کړے ؤ خو هغه ورته  پۀ ځواب کښې وئيل کۀ چرې ما له دوباره  بيا ژوند ميلو شي نو زۀ به بيا هم د خپل مالک او اقا خدمت کښې اوسم او هم د هغۀ وفادار به يم ځکه چې ما د هغۀ نمک خوړلے دے.
پېرنګيانو چې کله پۀ هندوستان کښې د خپل فوځ ځواک بنياد کېښود او د هندوستان پۀ ټولو وسائلو قابض شو نو د هندوستان خلقو د ژوند او ځان پۀ قيمت پېرنګي پۀ خپل فوځ کښې شامل کړل نو هم يوه نظريه وه د نمک حلالۍ او حرامۍ چې هندوستانيان به د خپلو وطندارو سره جنګېدل پۀ دې کښې به هندو هم ؤ او مسلمان هم خو د نمک حرامۍ نظريه دومره غالبه وه چې نۀ مذهب، نۀ ملک او نۀ قوم خو د خپل ژوند تېرولو وسله ئې د پېرنګي سره د وفادارۍ کښې ښکارېده او د خپل وطن، ملک، قوم او مذهب سره به هم د نمک حلالۍ پۀ نظريه جنګ کولو. پېرنګي به دوي ته لوي لوي خطابات ورکول د بهادرۍ تمغې ا و پګړۍ به ئې ورته ورپغاړه کولې او پۀ خپل تاريخ کښې به ئې اتلانو پۀ نومونو يادول او چا چې به د پېرنګي خلاف د هغه د استعماري سوچ او عزائمو خلاف اواز کولو نو هغوي ته به ئې غدار، نمک حرام او باغي وئيلو او پۀ خپل تاريخ کښې به ئې د غدار او باغي او کم زرف پۀ نومونو يادول مطلب چې د پېرنګي غلام به ؤ. د ژوند تېرولو وسيلې د پاره به ئې د پېرنګيانو سره نوکري کوله او د هغې قيمت به د دۀ  ټول مفادات او خواهشات او تر دې چې د دۀ  ژوند او ځان به  هم د پېرنګي د پاره وو. خو کۀ څوک به د دې استعماري لار نه د وتلو او د ازادۍ فکر به ئې لرلو د خپلې خاورې د ازادۍ او د خپلو وسيلو باندې د اختيار خبره به چې کوله نو هغه به غدار ګڼلے کېدو. او هغه ته به ئې غټې غټې سزاګانې ورکولې لکه مثال ئې د خدائي خدمتګارو دے چې انګرېز پۀ خدائي خدمتګارو څومره ظلمونه کړي چې پۀ مړو ئې هم قېدونه تېر کړي دي. وهلي ټکولي، وژلي، جائيدادونه، د ژوند تېرولو هره وسيله ئې ترې اخستې او بلخوا چا چې ئې غلامي منلې وه او د ځان لپاره ئې د ارام ژوند خوښ کړے ؤ . هغوي ته  به غټې غټې عهدې، انعامونه، وسيلې ورکولې او ورته  به  ئې د خپل اړخ  نه د بهادرۍ تمغې او خطابات ورکول او پۀ معاشره کښې به ئې عزت  ورکولو. لکه خان بهادران، سران.
وروستو چې کله پېرنګيان لاړل او د هندوستان وېش وشو. پاکستان جوړشو نو هم هغه د مغل خېلو او پېرنګيانو روايات او نظريات ګډ پۀ نوي جوړ کړے شوي مسلمان رياست کښې نور هم ډېر زور سره دوامداره روان او خپل کړے شول. د رياست پۀ حکومت باندې د يو خاص استعماري، مقاره، چلاکه او استحصالي طبقه قابضه  شوه  چې دوي د خپلو ذاتي مفاداتو او حکمرانۍ قائم ساتلو د پاره پۀ ډېره چلاکۍ او مکارۍ باندې نۀ يواځې د رياست د قومونو پۀ ټولو وسيلو او پېداوار قبضه ګېري کړې ده. بلکې پۀ ټوله معاشره باندې د چلاکۍ او زور جبر او زبردستۍ ئې داسې قسمه جعلې نظريات، روايات او اخلاقي قدرونه رامنځته کړي دي. جعلي ....... بيانيه ئې رامنځته کړې ده او پۀ قومونو (پښتون او بلوچ) باندې ئې پۀ زور ورتپلې ده. د دې لپاره ئې پۀ خاص توګه  باندې د تعليم نصاب د دغه جعلي نظرياتو او عقائدو د لاندې پۀ يو خاص کليه او خپلو منتري کرښو کښې ښکېل کړې ده. چې نۀ پۀ کښې د بنيادي انساني حقونو څۀ خيال شته، او نۀ د جمهوري رواياتو ته دوام  وربخښلو څۀ  سوچ  فکر، او نۀ  پۀ کښې د معاشرې، سماجي، معاشي او سياسي مسائلو د حل لاره.  پکار خو دا وه چې تعليمي نصاب دې داسې ترتيب شي چې پۀ معاشره کښې چې کوم سماجي، معاشي او سياسي مسئلې وي چې د هغې تقاضو پوره کېدو د پاره ترتيب شي خو دا ئې صرف د خپلو مفاداتو د تحفظ د پاره جوړ کړے دے. چې دې سره ئې طبقې او قومونه  پۀ روحاني توګه باندې مفلوجه کړي دي. د دې د کردار او شخصيت ئې بيخ کنې کړې ده . او بې حسه (بې احساسه) بې ضميره او بې ساه کړې ئې دي، د شعور، احساس او بېدارۍ سوچ او فکر ئې ورله ختم کړے دے (لکه اوس چې ورته باشعوره خلق ګل خانان وائي) د دې نه علاوه پۀ ميډيا او تاريخ کښې هم دا قسمه جعلي فارمولې استعمال کړي دي او خپل استعماري عزائمو پوره کولو لۀ دوام ورکوي. بيا د دې ټولې جعلي ډرامې  پۀ  ضد چې کله  باشعوره خلق را پورته شي او د انساني حقونو خبرې کوي د انساني دستور جمهوري نظام خبرې کوي، د انساني مساوات خبرې کوي، د رياست د قائم ساتلو د پاره د رياست د دستور د لاندې د خپلو وسيلو او پۀ  هغې د اختيار خبرې څوک کوي، د محقومو قومونو د حقونو خبرې څوک کوي، د شعور او بېدارۍ خبرې څوک کوي نو بيا دا مکاره استعماري طبقه او د هغۀ خپلو جوړ کړے شوو جعلي نظرياتو، عقائدو او اخلاقي قدرونو پۀ ذريعه  پۀ  داسې خلقو باندې فتويٰ  لګوي. کافر، غدار، نمک حرم او اېجنټ او د ملک دښمن ئې  بولي. او دا قسمه خطابات ورته ورکوي. هر قسمه ظلم او جبر پرې کوي. جېلونو کښې ئې اچوي يا پابندۍ پرې لګوي او داسې قسمه  خلق د خپل ذاتي مفاداتو او د اقتدار او استعماري حکمرانۍ  پۀ  لار کښې خنډان ګڼي او ان  تر دې چې پۀ  وژلو ئې هم سرفه  نۀ کوي.
پۀ پاکستاني تاريخ کښې د دې مثال هم د باچاخان او د هغۀ د ملګرو خدائي خدمتګارو دے چې د پاکستان د جوړېدو کال هم نۀ ؤ پوره شوے چې د استعماري طبقې لۀ خوا پۀ بابړه کښې د پښتنو کربلا جوړه کړې شوه. پۀ سوونو خدائي خدمتګاران وويشتل شو. مړۀ کړے شو، لاشونه ئې پۀ سيند لاهو کړے شول. تر دې  پورې چې پۀ کومو کارتوسو ئې وژلي وو د هغې روپۍ ئې هم ترې واخستې هم دا سلسله د بااقتداره استعماري طبقې او د باچاخان د باشعوره سوچ  و فکر لرونکو وارثانو ترمينځ را روانه ده. داسې  لوبې ئې ولي خان او د هغۀ  ملګرو سره هم کړې وې. ګولۍ ئې  پرې ورولې دي، کافر، غدار، نمک حرام او اېجنټ  ئې ورته  وئيلي دي.
دغه شان پۀ اسفنديار ولي خان باندې هم ځانمرګي چاودنې وکړې شوې. ملګري ئې ورله ووژل. بشيراحمد بلور، هارون بلور، ميا راشدحسېن، مشال، ارمان او پۀ زرګونو پښتانۀ ئې مړۀ کړل او د غدارۍ، نمک حرامۍ او اېجنټۍ خطابات  ئې هم ورته  پۀ  نوم کړل.
لنډه دا چې څوک د انساني حقونو د انسانيت د جمهوريت د ائين، قانون او لساني مساواتو خبره کوي نو هغه  غدار وي، هغه نمک حرام وي، هغه اېجنټ وي او د جعلي جوړ کړے شوي اخلاقي قدرونه او نومونه پۀ معاشره کښې د هغوي پۀ نصيب وي خو پۀ حقيقي تاريخ کښې داسې قسمه خلق اتلان وي د ازادي دوي د يو قسمه ازيت، تکليف او معاشره کښې د بدو نومونو او داغونو پرواه نۀ کوي. او پۀ حقه  لار کښې د خداے د مخلوق د پاره د خداے د اړخه وربخښلي مقام  تحفظ کوي. او هم د دې لارې د باچاخان بابا د سوچ  و فکر وارث اسفنديارولي خان نن د داسی قسمه جعلی او استعماری قدرونو تاریخ اکسپائر کو او ټولې دنيا ته دا خبره اوس  پۀ ډاګه خلاصه کړه  چې کۀ  غدار دې ته وائي نو اسفنديار ولي خان د دنيا پۀ مخ د ټولو نه لوے او غټ حقدار دے.
"پختون"

کوئی تبصرے نہیں:

ایک تبصرہ شائع کریں