ہفتہ، 18 مئی، 2019

نا پوهي او جهالت




    يو ماشوم په منډه منډه "شیوانا" (د اسلام نه مخکښې يو لوې مفکّر) له راغې او په وار خطائې کښې ورته وايي چې .. "زما مور د معبد د يو کاهن په وينا فيصله کړې ده چې زما کوچنۍ ماشومه خور د معبد د لوې بت په پښو کښې قربان کړي.. په خدائې به شي او په تا به شي زما د ماشومے خور ژوند بچ کړه‌ ۔ 

   شیوانا د هلک سره په فوراً د معبد پر لور روان شو چې د معبد په وره دننه شو نو څه ګوري چې ښځې خپله ماشومه لور چې عمر يې د يو نيم نه د دوو کالو په مينځ کښې ښکاريدو د پښو لاسو نه تړلې ده په لاس کښې ورسره چاړه ده او په شونډو يې د څه ورد خلاص دې، د ښځې نه چاپيره بلها خلک ولاړ دي او د معبد کاهن د بت سره نيزدې په يو غټه ګټه باندې ډير په فخر ناست دې او دا هر څه ګوري ۔ 

    شيوانا چې ښځې له نيزدې ورغې نو ګوري چې ښځه د خپلې لور سره بے حده مينه لري او بيا بيا لور ته نيزدې کيږي او ناګهانه پرې خوله ايږدي او ښکولوي يې خو باوجود‌ له دې د معبد‌ کدې د بت د خوشنودئ د پاره هم د‌ دغې پاکې ماشومې لور قرباني ورکول غواړي. شيوانا د ښځې نه پوښتنه وکړه چې ته ولې خپله لور قربانول غواړې؟ 

    ښځه ورته په جواب کښې وايي چې کاهن ماته وئيلې دي چې د بت د خوشنودئ د پاره خپل تر ټولو نه زيات عزيز څيز کړه چې په باقي ژوند کښې دې هيڅ قسمه پريشاني او تنګستيا نه وي او د ژوند نه به دې مشکلات ختم کړې شي ۔

   شيوانا وخندل او ورته يې ووئيل چې دا کوچنۍ ماشومه هيڅ کله هم ستا تر ټولو عزيزه هستي نه ده... تا خو د‌ دې وړې ماشومې د قتل اراده کړې ده... تاته تر ټولو عزيزه هستي په ګټه باندې ناست دا کاهن دې د چا په وينا چې تا د يو ګل په شان نازکې ماشومې د قتل کولو اراده کړې ده، دا بت بې وقوفه نه دې دا بت ستا تر ټولو عزيزې هستۍ قرباني غواړي که چرته تا د کاهن په ځاې دا کوچنۍ لور قتل کړه نو ممکنه ده چې ستا نه به دا بت نور هم خفه شي او ستا ژوند لا نور هم تنګ کړې شي ۔ 

    ښځې د يو لحظې سوچ نه پس د ماشومې پښې لاس پرانيستل او چاړه په لاس يې کاهن پسې منډه کړه خو هغه د دې خبرې اوريدو سره سم د معبد نه تيخته کړې وه... وئيل کيږي چې د هغې ورځې نه پس کاهن په خواوشا سيمو کښې هم چا ونه ليدو ۔

   په دنيا کښې صرف اګاهي او پوهه تر ټولو غوره څيز دې او لويه ګناه جهالت دې ۔

    په کومه ورځ چې مونږ خپل کاهنان ورپېژندل په هغې ورځ به زمونږ مسلې ټولې حل وي ۔

                                            لیک : شاهکار شمال محمدزے
                                                          ۱۸ مۍ ۲۰۱۹م


کوئی تبصرے نہیں:

ایک تبصرہ شائع کریں